16 خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“
يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.
خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى.
کله چې ماښام شو د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے، خلق کلو ته رُخصت کړه چې لاړ شى چې خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“
هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره دلته نور څۀ نشته خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“
ځينو دا ګُمان وکړو چې يهوداه سره تيلۍ ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل چې اختر له چې څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چې غريبانانو له څۀ ورکړه.