13 کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.
بيا د يحيىٰ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې واخستو او ښخ يې کړو. او هغوئ لاړل او عيسىٰ ته يې حال ووې.
سحر وختى د نمر ختو نه وړاندې عيسىٰ پاڅېدو او بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى بيابان ته لاړو او هلته يې دُعا کوله.
چې سحر شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى بيابان ته لاړو خو خلقو د هغۀ تلاش شروع کړو نو چې وې موندلو په سخته يې ورته ووئيل چې، ”مونږ نه مۀ ځه.“