1 هم په دغه ورځو کښې هيروديس چې د ګليل ګورنر وو، کله چې د عيسىٰ د کارونو نه خبر شو،
هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.
دا خبره په ټوله علاقه کښې خوره شوه.
خو هغوئ چې بهر ووتل نو په ټوله علاقه کښې يې د هغۀ په حقله دا خبره خوره کړه.
عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”خبردار د فريسيانو او د هيروديس د خمبيرې نه ځان وساتئ.“
او نۀ هيروديس په کښې څۀ وموندل ځکه چې هغۀ هغه واپس ما له راولېږلو. دې نه دا پته لګى چې دۀ داسې څۀ جرم نۀ دے کړے چې د مرګ لائق وى.
د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.
خو يحيىٰ هيروديس ګورنر د خپل ورور د ښځې هيرودياس سره په وادۀ کولو او په نورو بدو کارونو ملامته کړو.
او يوانه چې د هيروديس د خُوزا نومې ناظر ښځه وه او سوسناه او نورې ډيرې ښځې چې په خپل مال دولت يې د هغوئ خرچه کوله.
تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو.
د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.
په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول،