8 او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش.
چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.
خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“
څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.
او بيا هغه خلق دى چې تخم يې په زرخيزه زمکه پرېوتو، دوئ کلام واورى او قبول يې کړى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه ونيسى.“
او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو چرته چې هغه راوټوکېدو او لوئ شو او يو په دېرش يو په شپېتۀ او يو په سل غله يې وکړه.“
خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.
او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او راوټوکېدو او لوئ شو يو په سل غله يې وکړه.“ هر کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو آواز يې وکړو، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“
نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى.
ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم.
او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.