Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو چې نمر راوختلو نو هغه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:6
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.


خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى.


څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو خو چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.


څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.


خو چې نمر راوختلو نو هغه کچه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى په خوشحالۍ سره يې قبول کړى خو جرړې يې نۀ وى او د لږ وخت دپاره پرې ايمان راوړى نو د آزمېښت په وخت کښې تيندک وخورى.


نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.


کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.


په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.


هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan