Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:57 - Pakistani Yousafzai Pashto

57 دغه شان هغوئ هغه رد کړو. خو عيسىٰ په دې وينا مجبور شو چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:57
19 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.


بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى.


او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“


هغۀ هلته زياتې معجزې ښکاره نۀ کړې ځکه چې د هغوئ ايمان نۀ وو.


عيسىٰ د هغه ځائ نه روان شو او د خپلو مريدانو سره خپل ښار ته راغلو.


نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“


دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د نبى په هر ځائ کښې عزت وى بغېر د خپل ښار او د خپلو خپلوانو او د خپل خاندان نه.“


خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نبى هم په خپل ښار کښې چا قبول کړے نۀ دے.


او بختور دى هغه څوک چې ما نۀ ازاروى.“


نو عيسىٰ په خپله دا فرمائيلى وُو چې يو نبى هم په خپل ښار کښې عزتمند نۀ وى.


هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“


خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan