Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:51 - Pakistani Yousafzai Pashto

51 عيسىٰ ورنه تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې ټولو خبرو ورسېدئ؟“ او هغوئ دا جواب ورکړو چې، ”آو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:51
13 Iomraidhean Croise  

هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.


کله چې يو کس د خُدائ پاک د بادشاهۍ کلام اورى خو پوهيږى پرې نه، نو شېطان راشى او هغه څۀ ترې هم وباسى څۀ چې د هغۀ په زړۀ کښې کَرلے شوى وى، دا هغه څۀ دى څۀ چې په لاره کَرلے شوى وُو.


او بدکاران به د اور بټۍ ته وغورزوى، يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“


بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“


ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟


تاسو څنګه په دې خبره پوهه نۀ شوئ چې ما خو د روټۍ ذکر نۀ کولو؟ ما درته فرمائيلى وُو چې د فريسيانو او صدوقيانو د خمبيرې نه به ځان ساتئ.“


يوه ورځ راتلونکى ده هر کله چې تاسو د دانيال د پېشګويۍ په مطابق په مقدس ځائ کښې هغه پليت بُت چې تباهى راولى ولاړ ووينئ، (لوستونکى دې پرې پوهه شى)


هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو هم لا د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې څۀ هم د انسان په بدن کښې د بهر نه دننه شى په دې هغه نۀ پليتيږى.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan