Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو خو چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:5
9 Iomraidhean Croise  

زۀ به هغوئ ته يو زړۀ ورکړم او نوے روح به په کښې واچوم، زۀ به د هغوئ نه د کاڼى په شان سخت زړونه اخوا کړم او نرم زړونه به ورکړم.


زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.


آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده.


هغوئ خپل زړونه لکه د هيرې سخت کاڼى په شان سخت کړل او هغوئ هغه حکمونو يا تعليماتو ته توجو نۀ ورکوله چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د خپل روح نه د پخوانو پېغمبرانو په ذريعه رالېږلى وُو، نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج سخت په قهر شو.


په کاڼيزه زمکه د کَرلے شوى تخم مِثال د هغه چا دے چې هر کله چې کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.


نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو.


خو چې نمر راوختلو نو هغه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې.


دغسې هم هغه دى چې په کاڼيزه زمکه کَرلے شوى دى، څنګه چې دوئ کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى.


څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو ځکه چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan