Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:47
33 Iomraidhean Croise  

ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عين‌جدى نه تر عين‌عجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.


د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو.


هغۀ يوه ډېره غوره ملغلره وموندله او د هغې د حاصلولو دپاره يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه يې واخسته.


هر کله چې ډک شو نو غاړې ته يې راښکلو، نو بيا سړى ورته کښېناستل او ښۀ ماهيان يې ترې نه جدا کړل او په ټوکرو کښې يې واچول او خراب يې ترې وغورزول.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدم‌ګير جوړ کړم.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدم‌ګير جوړ کړم.“


او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“


هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى.


هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بې‌کاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى.


ستاسو په ډله کښې به هم څۀ خلق داسې راپاڅى چې رښتيا به په دروغو بدل کړى او په دې به مريدان خپل ځان ته راواړوى.


ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى.


زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم،


ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى.


”د سرديس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، چا سره چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه او اووۀ ستورى دى هغه دا وائى چې زۀ ستا په ټول عمل خبر يم چې تۀ تش په نوم ژوندے يې خو يې مړ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan