Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:44
29 Iomraidhean Croise  

بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى.


د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.


په کم عقل د خرچې کولو څۀ فائده نشته، ځکه چې هغه په خپله د عقل زده کولو خواهش نۀ کوى.


بې‌خونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.


حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هر څوک چې تږى وى، راشئ اوبۀ وڅښئ. څوک چې مال دولت نۀ لرى، نو راشئ، واخلئ او وې خورئ. راشئ، مے او پئ واخلئ، دا مفت دى.


عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى.


هغۀ يوه ډېره غوره ملغلره وموندله او د هغې د حاصلولو دپاره يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه يې واخسته.


بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو.


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“


په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“


او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى.


ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.


هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.


ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.


په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.


د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.


د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.


په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan