43 او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
او هغوئ به دا ليدل چې د موسىٰ مخ ځليږى. نو هغۀ به په خپل مخ واپس هغه پړده اچوله تر هغه وخته پورې چې بل ځل به هغه د مالِک خُدائ سره خبرو کولو له تلو.
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.
څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.
زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“
کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده.
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟