Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 لکه څنګه چې جمدر په آخره کښې راټولولے شى او په اور کښې سوزولے کيږى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:40
8 Iomraidhean Croise  

هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.


په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.


او هغه دشمن چا چې جمدر کَرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى.


دغسې به د قيامت ورځ وى، فرښتې به ورشى او نېکان به د بدکارانو نه راجدا کړى،


څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.


ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan