36 هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“
هم په دغه ورځ عيسىٰ د کور نه بهر شو او د درياب په غاړه کښېناستو.
هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.
نو بيا د زميندار مِثال واورئ.
او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى.
بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه.
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتۍ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.
کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“
هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.
بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې بيتِصيدا ته لاړ شى، نو چې هغه په خپله د خلقو ګڼه رُخصت کړى.
هر کله چې عيسىٰ د دې خلقو نه بېل شو او کور ته لاړو نو د هغۀ مريدانو د دې مِثال په حقله د هغۀ نه تپوس وکړو.
خوا او شا خلق څلور زره کسان وُو. او د روټۍ خوړلو نه وروستو يې بيا هغوئ کور ته رُخصت کړل.