Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 او يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان د بادشاهۍ مِثال د شړشمو د هغه تخم په شان دے کوم چې يو سړى راواخستو او په خپل پټى کښې يې وکَرلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:31
8 Iomraidhean Croise  

هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے.


عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى.


هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“


نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.


د هغوئ لا دې ته غوږ وو چې عيسىٰ ورته يو مِثال ووئيلو ځکه چې هغه اوس يروشلم ته رانزدې وو او د هغوئ دا ګُمان وو چې د خُدائ پاک بادشاهى اوس زر په ښکاره کېدو ده.


نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چې، ”يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، او زميندارانو له يې په اجاره ورکړو او يو بل مُلک ته د ډيرې مودې دپاره لاړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan