29 هغۀ جواب ورکړو چې، نه، کله چې تاسو جمدر وکاږئ هسې نه چې غنم هم ورسره وکاږئ.
او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى.
هغه په جواب کښې وائى چې دا د دشمن کارونه دى. بيا هغوئ ووائى چې، مونږ لاړ شُو او دغه جمدر ترې وکاږو؟
پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“