27 او د زميندار نوکران خپل مالِک له لاړ شى او ورته وائى، نېکه، په کوم پټى کښې چې تاسو ښۀ تخم کَرلے وو هغه خو اوس د جمدرو نه ډک دے.
او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى.
هر کله چې فصل زرغون شى او وَږى وباسى نو جمدر په کښې ښکاره شى.
هغه په جواب کښې وائى چې دا د دشمن کارونه دى. بيا هغوئ ووائى چې، مونږ لاړ شُو او دغه جمدر ترې وکاږو؟
”د آسمان بادشاهى داسې ده لکه چې د يوې زمکې مالِک سحر وختى د کور نه ووتو، چې خپل د انګورو باغ دپاره مزدوران ولټوى.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بېاتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ.
کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.
مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ.
بلکې د خُدائ پاک د خادِمانو په شان په هره خبره کښې مونږ خپل ځان ښکاره کوُو، او په ډېر صبر سره په مشکلاتو کښې، په سختو کښې او افتونو کښې،
اے زناکارو خلقو، ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.