25 او کله چې څوک اودۀ وى او دشمن يې راشى او په هغه زمکه ورته د غنمو سره جمدر هم وکَرى او لاړ شى.
هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اوده وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو.
عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندې کړو چې، ”د آسمان بادشاهى داسې ده چې يو سړے په خپل پټى کښې ښۀ تخم وکَرى.
هر کله چې فصل زرغون شى او وَږى وباسى نو جمدر په کښې ښکاره شى.
او د زميندار نوکران خپل مالِک له لاړ شى او ورته وائى، نېکه، په کوم پټى کښې چې تاسو ښۀ تخم کَرلے وو هغه خو اوس د جمدرو نه ډک دے.
هغۀ جواب ورکړو چې، نه، کله چې تاسو جمدر وکاږئ هسې نه چې غنم هم ورسره وکاږئ.
پرېږدئ چې دواړه يو ځائ پاخۀ شى، نو د لَو په وخت به زۀ لَوګرو ته ووايم چې اول جمدر وريبئ او د سوزولو دپاره يې ګېډۍ کړئ، پس له هغې نه غنم وريبئ او زما درمند ته يې راوړئ.“
او هغه دشمن چا چې جمدر کَرلى دى هغه اِبليس دے، لو د قيامت ورځ ده او لَوګرى فرښتې دى.
کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې.
ځينې دروغژن ايمانداران زمونږ په مينځ کښې د دې دپاره شامل شوى وُو چې جاسوسى وکړى، او کومه آزادى چې مونږ ته په عيسىٰ مسيح کښې مِلاو شوې ده هغه ختمه کړى او مونږ بيا د شريعت غلامان جوړ کړى.
خو دې ته ګورئ چې څوک د خُدائ پاک د فضل نه پاتې نۀ شى، او هسې نه چې چرته زهريله جرړه راونۀ ټوکيږى او ستاسو دپاره د عذاب سبب شى او د هغې په سبب ډېر خلق پليت شى.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.
خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.
نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.
او هغې له دا اختيار ورکړے شو چې د هغې اولنۍ بلا په ځائ معجزې وکړى او د دُنيا اوسېدونکى دوکه کړى او ورته يې حُکم وکړو چې د هغې اولنۍ په شان يو بُت جوړ کړئ چې د تُورې ګزار يې خوړلے وو خو بيا هم لا ژوندې وه.
خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.