Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 خو کوم تخم چې په زرخيزه زمکه پرېوځى د دې مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام اورى، پرې پوهه شى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه راوړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 13:23
43 Iomraidhean Croise  

خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟


زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.


يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.


او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش.


اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.


او داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر څوک چې د خُدائ پاک بادشاهى د ماشوم په شان قبوله نۀ کړى هغه به په کښې هيڅکله هم ورداخل نۀ شى.“


او بيا هغه خلق دى چې تخم يې په زرخيزه زمکه پرېوتو، دوئ کلام واورى او قبول يې کړى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه ونيسى.“


کۀ په راتلونکى موسم کښې يې مېوه ونيوله نو ډېر ښۀ، ګنې بيا يې د بېخه وباسه.“


خو د ښې زمکې مِثال د هغه چا دے څوک چې په ښۀ او پاک زړۀ سره کلام واورى او پرې مضبوط شى او په دې د صبر مېوه راوړى.


او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او راوټوکېدو او لوئ شو يو په سل غله يې وکړه.“ هر کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو آواز يې وکړو، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“


تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.


څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“


په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو.


دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه.


نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى.


او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.


زۀ دا خبره د انعام غوښتلو دپاره نۀ کوم بلکې د دې دپاره يې کوم چې ستاسو حساب کِتاب ته فائده ورسى.


د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.


هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.


لنډه دا چې اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته د مالِک عيسىٰ په نوم مِنت کوُو چې تاسو داسې چال چلن کوئ په کوم چې خُدائ پاک خوشحاليږى، لکه څنګه چې مونږ تاسو له تعليم درکړے دے. تاسو دغه شان کوئ، خو مونږ دا ستاسو د ترقۍ دپاره وايو چې نور هم دغه شان کوئ.


او هغوئ څوک چې هلاکېدونکى دى نو هغه به يې په خپل شرارت سره دوکه کړى. ځکه چې نۀ هغوئ د حق سره مينه کوله او نۀ يې هغه حق منلو کوم چې هغوئ ته خلاصون ورکولو.


ځکه چې زيرے مونږ ته هم د هغوئ په شان راورسېدو، خو هغه کلام چې هغوئ واورېدو هغوئ ته يې فائده ورنۀ کړه، ځکه چې هغوئ په ايمان کښې د هغوئ سره په اتفاق نۀ وُو چا چې کلام واورېدو.


هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى.


خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.


بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan