14 په هغوئ کښې د يشعياه نبى يوه پېشګوئې پوره کيږى چې وائى، ”تاسو به يې بيا بيا اورئ خو پوهېږئ به پرې نه، تاسو به يې په سترګو وينئ خو رسېږئ به پرې نه.
اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“
خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“
خو د هغوئ زړونه سخت شول ځکه چې تر نن پورې د زوړ لوظ د تلاوت په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده، او دا پړده صرف د مسيح په وسيله اخوا کيږى.
خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى.