5 او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نۀ شُو.
ما د يهوداه مشران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو خپل دې بد عمل ته وګورئ. تاسو د سبت د ورځې سپکاوے کوئ.
د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربانګاه بېحرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.
د هر سبت په ورځ په راتلونکو ټولو وختونو کښې، روټۍ دې خامخا د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودلے شى. د بنى اِسرائيلو همېشه دپاره دا لوظ دے.
هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه.
زۀ تاسو ته وايم چې دلته د خُدائ د کور نه څۀ نور هم لوئ څيز موجود دے.