43 هرکله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو وې نۀ مومى.
مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“
مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان ووئيل، ”زۀ په زمکه ګرځېدم راګرځېدم.“
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
زۀ به د خُشکو غرونو په مينځ کښې سيندونه روان کړم او په واديانو کښې به د اوبو چينې روانې کړم. زۀ به صحرا د اوبو په تالابونو بدله کړم او اوچه زمکه به په بهېدونکو چينو بدله کړم.
نو هغه بيا داسې ووائى چې زۀ به واپس هغه کور ته لاړ شم د کوم نه چې راوتلے يم. نو هغه چې واپس راشى نو هغه کور صرف جارُو کړے او د اوسېدو جوګه بيا مومى.
هغوئ چغې کړې، ”اے د خُدائ پاک زويه. تۀ زمونږ نه څۀ غواړې؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې مونږ د قيامت نه وړاندې په عذاب کړې څۀ؟“
تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.