Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 12:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 12:41
20 Iomraidhean Croise  

داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”خو بيا دا چې بې‌ايمانه اِسرائيل د دوکه باز يهوداه نه صادق دے.“


”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“


په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“


هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.


د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.


بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“


زۀ تاسو ته وايم چې دلته د خُدائ د کور نه څۀ نور هم لوئ څيز موجود دے.


دا يوه بدکاره او زناکاره پيړۍ ده چې نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ ته ورنۀ کړے شى.“ نو بيا هغه ترې روان شو او هغوئ يې پرېښودل.


عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بې‌ايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې دې پيړۍ ته به د دې ټولو سزا ملاويږى.


د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.


هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى.


ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“


هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ.


د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan