Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 12:4
11 Iomraidhean Croise  

دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى.


موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل، ”دا غوښه د مالِک خُدائ د حضور خېمې خولې ته يوسئ، وې يشوئ او د هغې روټۍ سره يې وخورئ کومه چې د مقررولو نذرانې په ټوکرۍ کښې ده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.


هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟


او تاسو په شريعت کښې دا نۀ دى وئيلى چې د خُدائ په کور کښې اِمامانو د سبت ورځ ماته کړه او هغوئ پرې ګناه ګار نۀ شُو.


هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“


هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې راواخسته او وې خوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو له هم ورکړه.“


نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.


اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“


نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan