Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 12:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 12:30
16 Iomraidhean Croise  

يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.


څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟


يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى.


د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.


بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے.


يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.


خو هر څوک چې زمونږ خلاف نۀ دے هغه زمونږ ملګرے دے.


څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نه راټولوى نو هغه يې نولى.


خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“


او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.


کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“


يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“


هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan