23 ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“
او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“
او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“
څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول،
کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“
او کله چې پيرے يې ترې وشړلو، نو د هغۀ ژبه ګويا شوه. ټول خلق حق حېران شول او وې وئيل چې، ”په بنى اِسرائيلو کښې هيڅکله هم داسې نۀ دى شوى.“
”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“