22 بيا هغوئ ورته يو ړوند ګونګا سړے راوستو چې پيرى نيولے وو. عيسىٰ هغه روغ کړو، ژبه يې ګويا شوه او په سترګو بينا شو.
اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.
کله چې هغه وخت راشى، نو کاڼۀ به د کِتاب تلاوت اورى او ړاندۀ به د تورتم او تيارۀ نه رابهر شى او وينى به.
د هغۀ آوازه په ټول شام کښې خوره شوه او د هر رنځ بيماران چې په عذاب آخته وُو، يعنې هغوئ چې پيريانو نيولى وُو، ميرګو نيولى او شل يې ورله راوستل نو هغۀ روغ کړل.
او هرکله به چې پيريانو دے وليدلو نو د هغۀ په وړاندې به راغورزېدل او چغې به يې کړې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“
چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“
د دې بېدينه کس راتلل او کارونه به د شېطان په طاقت وى، څوک چې به هر قسم قدرت، د دروغو نښې او معجزې به ښکاره کوى،