2 خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“
په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.
د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،
هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله.
هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”تاسو دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟
فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، کوم کار چې د سبت په ورځ ناروا وى، دوئ ولې هغه کوى؟“
عيسىٰ د شرعې د عالمانو او فريسيانو نه تپوس وکړو چې، ”د سبت په ورځ خلقو له شفا ورکول روا دى او کۀ نه؟“
بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.
ځينو فريسيانو دا ووئيل چې، ”تاسو هغه کار ولې کوئ کوم چې د سبت په ورځ ناروا وى؟“