16 او هغوئ ته يې په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“
دا د يشعياه نبى د دې پېشګويۍ پوره کول وُو چې،
نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“
بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې. خو لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده، هغه ورکړه. دا به ستا د روغولو ګواهى شى.“
نو د هغوئ سترګې بينا شوې. عيسىٰ په سخته هغوئ ته وفرمائيل، ”ګورئ چې څوک درنه په دې کار خبر نۀ شى.“
عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه
عيسىٰ هغوئ منع کړل، او وې فرمائيل چې چا ته حال مۀ وايئ. خو هر څومره چې هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.