15 خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل.
او هر چرته چې به هغه تلو، کلو، ښارونو، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارونو کښې ورته بيماران کښېنول او هغۀ ته يې مِنت وکړو چې دوئ له دومره اجازت ورکړه چې ستا لمنې له لاس وروړى، او هر چا چې لاس وروړو، هغه بلکل روغ شول.
خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟
هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.
خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه.
نو په دې وجه عيسىٰ نور د يهوديانو په مينځ کښې آزاد نۀ ګرځېدو بلکې د هغه ځائ نه يو کلى ته لاړو چې نوم يې اِفرائيم وو چې د صحرا سره نزدې مُلک کښې وو او هغه هلته د خپلو مريدانو سره پاتې شو.
د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى.
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.