14 خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل او په خپلو کښې يې د عيسىٰ د وژلو منصوبه شروع کړه.
او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو.
چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.
د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.
خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل، نو سمدستى يې د هيرودياس قبيلې سره د عيسىٰ د وژلو په منصوبه شروع وکړه.
نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
خو هغوئ د غصې نه سرۀ شول او يو بل ته يې ووئيل چې، ”مونږ د عيسىٰ سره څۀ وکړو؟“
بيا يهوديانو عيسىٰ پسې کاڼى راوخستل چې پرې وې ولى،
نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.
نو د هم هغه ورځې نه پس هغوئ د هغۀ د مرګ منصوبه جوړه کړه.
په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.
په دې وجه يهوديان نور هم د هغۀ په مرګ پسې شول ځکه چې يواځې دا نه چې هغۀ د سبت حُکم ماتولو بلکې هغۀ خُدائ پاک ته خپل پلار وئيلو او خپل ځان يې د خُدائ پاک سره برابر ګڼلو.
نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل.
په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.
نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.