13 بيا هغۀ هغه سړى ته وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او د بل لاس په شان يې هغه لاس روغ رمټ شو.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو.
او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه.