12 او بېشکه چې انسان د ګډې نه ډېر زيات قيمتى دے. ځکه د سبت په ورځ نېکى کول روا دى.“
نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟
بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول.
کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ.
د سبت په ورځ عيسىٰ د يو مشر فريسى په کور کښې روټۍ خوړلو له ورغلو او د خلقو په هغۀ نظر وُو.
عيسىٰ بيا هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو راته دا ووايئ چې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد، ژوند بچ کول کۀ تباه کول؟“