Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:8
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“


په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو.


په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.


څۀ وخت چې د يحيىٰ مريدان واپس رُخصت شول نو عيسىٰ خلقو ته د يحيىٰ په حقله دا وفرمائيل، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟


نو بيا تاسو بهر د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ د يو نبى ليدلو ته؟ آو، رښتيا چې د يو نبى نه هم څۀ ډېر لوئ.


د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.


نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې قيمتى جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، د چا چې قيمتى لباس وى او عېش عشرت کوى هغوئ په محلونو کښې ژوند کوى.


په دې موجوده وخت کښې مونږ اوږى، تږى يُو، کپړې مو زړې دى او وهلے شوى يُو او بې‌کوره يُو،


د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم.


ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى.


او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan