Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 څۀ وخت چې د يحيىٰ مريدان واپس رُخصت شول نو عيسىٰ خلقو ته د يحيىٰ په حقله دا وفرمائيل، ”تاسو د څۀ ليدلو دپاره بيابان ته تلى وئ؟ يوه لوخه چې باد خوځوله څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:7
15 Iomraidhean Croise  

تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې، خو تۀ به د ټولو نه عزتمند نۀ يې، دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې او د خپل پلار کټ دې پليت کړو.


نو بيا تاسو د څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو کس چې ښکلې او نرمې جامې يې اچولې وې؟ ګورئ، هغه څوک چې نرمې جامې اچوى هغه په محلونو کښې اوسيږى.


هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى.


د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟“ په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”کۀ مونږ دا ووايو چې د آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟


د يروشلم، يهوديه، او د اُردن د ګيرچاپيره وطن ټول خلق هغۀ ته راټول شوى وُو.


نو خبردار شئ چې تاسو څنګه اورئ ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، او د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“


عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“


يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ.


نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.


خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan