خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بېايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، تر دې چې ستا خور سدوم او د هغې لوريانو کله هم داسې بد کارونه نۀ وُو کړى کوم چې تا او ستا لوريانو وکړل.