20 نو بيا عيسىٰ په توبه نۀ کولو د هغه ښارونو خلق ملامته کړل چرته چې هغۀ ډيرې معجزې سر ته رسولې وې.
ما هغوئ ته په غور سره غوږ ونيولو خو هغوئ حقيقت نۀ وئيلو. او څوک هم په خپلو بدو کارونو باندې توبه ګار نۀ وُو او چا هم دا نۀ وئيل چې، ”دا مې کوم غلط کار وکړو؟“ لکه څنګه چې آس د جنګ مېدان ته په منډه روان وى دغه شان دوئ هم هر يو په خپلو غلطو لارو په تېزۍ سره روان دى.
د نينوه خلق به هم د دې زمانې د خلقو په خلاف د قيامت په ورځ ودريږى او دا پيړۍ به مجرمه ثابته کړى ځکه چې هغوئ د يُونس په بيان توبه ګار شوى وُو، او اوس څوک چې دلته دے، هغه د يُونس نه لوئ دے.
وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بېيقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“
مونږ ته تۀ څۀ عجيبه بيانونه رارسوې، خو مونږ په دې ځان پوهول غواړو چې د دې مطلب څۀ دے.“
په دې يرېږم چې کله زۀ بيا درشم هسې نه چې زما خُدائ پاک ما ستاسو په وړاندې شرمنده نۀ کړى او په هغه ډېرو خلقو چې ګناهونه يې کړى دى، افسوس وکړم ځکه چې هغوئ د هغې ناپاکۍ، حرامکارۍ او شهوت پرستۍ نه چې يې کړى دى، توبه نۀ ده ايستلې.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
او هغوئ د خپل درد او د ناسور په وجه آسمانى خُدائ پاک ته کُفر ووې، او څۀ بد کارونه چې هغوئ کړى وُو، د هغې نه يې توبه ونۀ کړله.
او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.
ما هغې ته د توبې ويستلو موقع ورکړه خو هغه د خپلې حرامکارۍ نه توبه نۀ وباسى.