Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو کۀ تاسو غواړئ چې هغه ومنئ نو هغه په خپله الياس دے څوک چې راتلونکے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:14
12 Iomraidhean Croise  

کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.


”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.


ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړے وو.


هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“


ما سره نورې هم ډيرې خبرې دى چې تاسو ته يې وکړم خو تاسو اوس دا نۀ شئ برداشت کولے.


ما تاسو له پئ درکړل خو روټۍ نه، ځکه چې تاسو روټۍ خوړلو ته تيار نۀ وئ. بلکې اوس هم لا تاسو تيار نۀ يئ.


بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan