12 د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى.
زۀ تاسو ته رښتيا وايم د زمکې په مخ بل څوک د يحيىٰ بپتسمه ورکونکى نه لوئ نشته خو بيا هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې د ټولو نه کمزورے کس د هغۀ نه لوئ دے.
ځکه چې د يحيىٰ د راتلو نه وړاندې ټولو نبيانو او د موسىٰ شريعت د دې وخت انتظار کړے وو.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله.
”کوشش وکړئ چې په تنګه دروازه ورداخل شئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې ډېر به د داخلېدو کوشش کوى خو داخلېدلے به نۀ شى.
د يحيىٰ تر وخته د شريعت او نبيانو سلسله جارى وه. د دې نه پس د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان اورولے شو نو د هر چا زړۀ وو چې په هغې کښې داخل شى.
ځکه چې وخت په وخت به د خُدائ پاک يوه فرښته دې تالاب ته راکوزېدله او دا اوبۀ به يې خوځولې او هغه څوک چې به د ټولو نه وړومبے دې اوبو ته ورکوز شو نو هر څۀ بيمارى چې به يې وه د هغې نه به روغ شو.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ.