Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې عيسىٰ خپلو دولسو مريدانو ته هدايت ورکول ختم کړل نو بيا هغه د هغه ځائ نه روان شو چې د هغوئ په ښارونو کښې تعليم ورکړى او بيان وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 11:1
19 Iomraidhean Croise  

او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


عيسىٰ په ټول ګليل کښې ګرځېدو، د يهوديانو په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ د زيرى بيان يې کولو او د خلقو هر رنځ او بيمارى يې روغوله.


څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې بس کړې نو خلق د هغۀ په تعليم حق حېران شول،


دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو او ښارونو کښې ګرځېدو او د هغوئ په عبادتخانو کښې يې تعليم ورکولو او د بادشاهۍ زېرے يې ورکولو او هره بيمارى او هره کمزورتيا يې روغوله.


نو هغوئ بهر لاړل او دا بيان يې کولو چې توبه ګار شئ.


خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“


د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو،


کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.


تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.


د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل.


چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.


او هغۀ مونږ ته دا حُکم وکړو چې خلقو ته زما بيان وکړئ او دا ګواهى ورکړئ چې هم دا عيسىٰ دے چې خُدائ پاک د ژوندو او مړو دپاره د منصف په طور مقرر کړے دے.


ځکه چې تاسو ته د هغه تعليماتو پته ده کوم چې مونږ تاسو له د مالِک عيسىٰ په اختيار درکړى دى.


ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى.


اے عزيزانو، مونږ تاسو ته د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم درکوو چې د هغه ايماندارانو سره تعلق مۀ ساتئ څوک چې ناراسته دى او په هغه تعليم عمل نۀ کوى چې مونږ هغوئ له ورکړے دے.


او تۀ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د ظاهرېدو تر ورځې پورې دا حُکم بې‌داغه او بې‌اِلزامه وساته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan