Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:32
12 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.


بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.


زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“


د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.


نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.


څوک چې دا اِقرار کوى چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے نو خُدائ پاک په هغۀ کښې او هغه په خُدائ پاک کښې اوسى.


ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.


هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.


ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan