30 خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى.
هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“
سليمان ورته وفرمائيل، ”کۀ هغه وفادار وى، نو د هغۀ د سر يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى، خو کۀ هغه لانجې جوړوى، نو مړ به شى.“
خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى،
نو ځکه زۀ تاسو ته خواست کوم چې څۀ لږ خوراک وخورئ، ځکه چې دا ستاسو د ژوندى پاتې کېدو دپاره اهم دى، او ستاسو د سرونو نه به يو وېښتۀ قدرې هم ورک نۀ شى.“
خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو.