Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 څۀ چې زۀ تاسو ته په تيارۀ کښې وايم نو تاسو يې په رڼا کښې وايئ. څۀ چې تاسو ته په غوږ کښې ووئيلے شى هغه تاسو د چت دپاسه په چغو وايئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:27
16 Iomraidhean Croise  

دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟


کۀ څوک د چت دپاسه وى هغه دې د سامان اوچتولو دپاره ښکته نۀ راکوزيږى.


نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.


نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“


”ما تاسو ته دا خبرې د دې دپاره وکړې چې تاسو د تيندک خوړلو نه بچ شئ.


خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.


ما تاسو ته دا هر څۀ په مِثالونو کښې بيان کړل. خو وخت راروان دے چې زۀ به تاسو ته نور په مِثالونو کښې خبرې ونۀ کړم خو په ډاګه به درته د پلار په حقله خبرې کوم.


د هغۀ مريدانو ووئيل، ”ګوره، تۀ اوس په ډاګه لګيا يې او نۀ په مِثالونو.


نو هغۀ به په عبادتخانه کښې د يهوديانو او دينداره يونانيانو سره بحثونه کول او دغسې به يې په بازارونو کښې هره ورځ هغوئ سره کول څوک چې به هلته وُو.


”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“


هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“


نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan