21 ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.
نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى.
زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے.
هر وخت تاسو د خپل ورور خلاف خبرې کوئ، د خپلې مور د بچى تاسو هر ځائ کښې غېبت کوئ.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.
او کۀ اوس هم څوک پېشګوئې کوى، د هغۀ پلار او مور، چا نه چې هغه پېدا دے، به هغۀ ته وائى، تۀ به ضرور مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ په نوم دروغ ووئيل. کله چې هغه پېشګوئې کوى د هغۀ خپل پلار مور به يې وڅيرى.
په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.