Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ نو د دې سوچ مۀ کوئ چې تاسو به څۀ او څنګه ووايئ. چې وخت راشى نو هغه خبرې به په خپله ستاسو خولې ته راشى چې تاسو ته يې ضرورت وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:19
20 Iomraidhean Croise  

نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“


تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.


خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.


نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.


او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېر‌يهوديانو دپاره ګواهان شئ.


ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟


نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو.


ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“


کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ.


ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“


خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.


د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،


خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.


خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan