12 کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ.
او ستا په دېوالونو کښې دې سلامتيا وى، او ستا په برجونو کښې دې امن او قرارى وى.“
زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم، ”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.
کۀ دا سرکشه قوم ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نۀ نيسى خو په دې به پوهه وى چې زمونږ په مينځ کښې يو پېغمبر موجود دے.
کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.
کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى.
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ.
زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو.
هغۀ ته ووايئ، ”خوشحاله او ژوندے اوسې، په تا او ستا په کور دې سلامتى وى او په هغه هر څۀ دې سلامتى وى چې تۀ يې لرې.