Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 10:11
14 Iomraidhean Croise  

ما په پردو خلقو هيڅکله بې‌غورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى.


د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.


کوم کور ته چې تاسو ننوځئ، د هغوئ سلامتى غواړئ.


او ورته يې وفرمائيل چې، ”کۀ چرته تاسو کوم کور ته ننوځئ نو هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.


نو خلقو چې دا وليدل نو ټول ځان سره وغورېدل او وې وئيل، ”هغه د يو ګناه ګار سړى کور ته ورغلو چې ورسره مېلمه شى.“


کوم کور ته چې تاسو ننوځئ نو هلته پاتې شئ او هم هلته نه رُخصت شئ.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan