10 د ځان سره نۀ د سفر تيلۍ، نۀ دوېم قميص، نۀ اضافى پېزار او مۀ امسا اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.
تاسو او ستاسو خاندان هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مقدسې خېمې د خِدمت مزدورى ده.
کوم ښار يا کلى ته چې تاسو ننوځئ نو د داسې يو عزتمند سړى کور ته ورځئ چې د ورتلو قابل وى، او هلته پاتې شئ تر هغې چې د هغه ځايه بل ځائ ته رُخصت شئ.
هغۀ ورته حکم وکړو چې، ”د سفر دپاره د يوې امسا نه بغېر بل هيڅ مۀ اخلئ، نۀ روټۍ، نۀ تيلۍ او نۀ په بټوه کښې پېسې.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“
هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص.
کله چې تۀ راځې هغه چُوغه چې ما د ترواس په ښار کښې د کرپس په کور کښې پرېښې ده او زما کتابونه او خاص کر زما هغه د څرمنې نسخې هم ځان سره راوړه.
هغۀ په لاس کښې خپله امسا واخستله او بيا د ولې پينځۀ هوار کاڼى يې خوښ کړل او په خپله بوجۍ کښې يې واچول. لينده يې په لاس کښې وه او هغه فلستى له ورَغلو.
ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ مونږ هغۀ له ورشو، نو مونږ به څۀ ورکوو؟ زمونږ په بوجو کښې خوراک نۀ دے پاتې او زمونږ سره هيڅ هم نشته چې هغۀ له يې ورکړو.“