3 او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو.
بيا يهوداه خپلې اِنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه او تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل وروڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه او د خپل پلار په کور کښې اوسېده.
يهوداه د خپل مشر زوئ عير دپاره ښځه وکړه چې د هغې نوم تامار وو.
يهوداه او د هغۀ زامن، سيله، فارص او زارح. د يهوداه نور زامن، عير او اونان د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. د فارص زامن حصرون او حمول وُو.
دا د يهوداه څۀ اولاد دے: فارص، حصرون، کرمى، حُور او سوبل.
اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو.
د رام نه عمىنداب پېدا شو. د عمىنداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون،
زوئ د عمىنداب، زوئ د ادمين، زوئ د ارنى، زوئ د حصرون، زوئ د فارص، زوئ د يهوداه،