25 نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.
هغه ډېره ښائسته وه او د بادشاه خِدمت يې کولو او د هغۀ خيال يې ساتلو، خو د ښځې په توګه يې نۀ استعمالوله.
”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“
خپله غله، مے او خپل د زيتُونو تېل ما ته ښۀ په وخت پېش کوئ. تاسو خپل مشران زامن ما له راکړئ.
د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته.
ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې.
اتۀ ورځې پس هغه سنت شو او د هغۀ نوم يې عيسىٰ کېښودو. دا هغه نوم وو چې د هغۀ د مور په ګېډه کېدو نه مخکښې فرښتې په هغۀ اېښودے وو.
او د هغې اول زوئ پېدا شو. هغې هغه په اوړنى کښې ونغښتو او په يو اخور کښې يې کېښودو ځکه چې په سرائى کښې د هغوئ دپاره ځائ نۀ وو.
ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.