24 هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته.
نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.
نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
هغۀ په خېمه باندې د پټولو دپاره پړده خوره کړه او دپاسه يې پرې بله پړده هم واچوله، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
او هغۀ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ډيوې بلې کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
او هغۀ ورباندې د خوشبويۍ مصالحې وسوزولې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
چې کله هغوئ دننه خېمې ته يا قربانګاه ته ورتلل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“
نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ.
چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې.
خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل،